د ایران د ابادان د تیلو په تصفیه خانه کې لګیدلي اور یو کس وژلی

د ایران د خوزستان ولايت د جنوب لوېديځ ښار ابادان د تېلو په یوه تصفیه ځاى کې لګېدلي اور یو کس مړ کړى او ١٨ نور یې ټپیان کړي دي.

د نيمه دولتي خبري اژانس ایسنا د راپور له مخې دا اور پرون پنجشنبه د ابادان په پیتروشیمي تاسیساتو کې لګېدلى چې ١٠ کسان روغتون ته انتقال شوي دي.

د ايسنا او تسنيم خبري اژانسونو په حواله په وینا د دې اور لګېدنې علت تر اوسه روښانه نه‎دی.

د ابادان د تیلو تصفیه ځاى د ایران د تیلو په‎دې بډای ولایت کې د اومه تېلو تر ټولو پخوانی چاڼځاى ګڼل کېږي.