د غزني پولیسو کابل او ننګرهار ته د قاچاقو مخه نیولې

د غزني پولیسو کابل او ننګرهار ته د نشه‎يي موادو د قاچاقو مخه نیولې ده.

د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۰کیلو ګرامه هیرویین په بس کې له کندهاره کابل او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته قاچاق کړي.

نوموړی وايي:

"دا نشه‎يي مواد د انرژۍ په بوتلونو کې ځای پر ځای شوي او غوښتل يې چې په ۳۰۳ بينز موټر کې یې د دوو کسانو په واسطه کابل او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته انتقال کړي چې د سپندې په سیمه کې پولیسو ونیول."

د یادونې وړ ده چې غزني د نشه‎يي موادو د قاچاقو په لاره بدل شوی او په‎دې وروستیو کې پولیسو د نشه‎يي موادو د قاچاقو د څو پېښو مخه نيولې ده.