هرات کې ۶تنه د نشه يي توکو د تولید، قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي

په هرات ولایت کې شپږکسان د نشه‎يي موادو د تولید، قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي دي.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا شپږ کسان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په انجیل ولسوالۍ او هرات ښار نیولي دي.

لومړي عملیات په انجیل ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نشه‎يي موادو دوه تنه خرڅوونکي له ۵۷۶ ګرامو هیرويينو او ۳۳۴ ګرامو شیشې یا کرسټالو سره ونیول شول او په‎دې ولسوالۍ کې د دوهم ځل عملیاتو په ترڅ کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخانه کشف او په تور یې یو تن له ۱۸۶ لېټره الکولي مشروبات سره نیول شوی دی.

د یادونې وړ ده چې درې نور کسان هم په بېلابېلو پېښو کې د نشه‎يي موادو د خرڅلاو په تور لاس په لاس نیول شوي چې څلور کیلو او لس ګرامه هیرويين هم ورسره وو.