موحد: ۳ میاشتو کې ۲۳۱تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد

د ۱۳۹۷شمسي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې۲۳۱ کسان د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي او دوسیې یې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره استول شوي دي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد وايي چې ۲۳۱ کسان د نشه‎يي موادو د قاچاقو په ۱۸۶پېښو کې نیول شوي چې په‎دې ډله کې ۱۳يې ښځې، دوه بهرنیان او ۹ تنه یې د ملکي خدمتونو مامورین وو.

له دې کسانو څخه سره د پاسه ۸۵۶ کیلو ګرامه هیرويين، تر ۳۸۰ کیلوګرامو ډېر مورفین، ۶۴۳۹ کیلو ګرامه تریاک، څه د پاسه ۲۱ زره کیلو ګرامه چرس، څه د پاسه ۱۴کیلو ګرامه شیشه یا کریسټال، ۶۱۵۹ ټابلېټ «K» ګولۍ او په سلګونو لېټره الکولي مشروبات او کېمیاوي مواد نیول شوي دي.

نوموړی وايي:

"په نیول شویو کسانو کې ۶۷ تنو یې غوښتل چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر ه هیرویین هندوستان او سعودي عربستان ته قاچاق کړي، په‎دې قاچاقو کې د عامه خدمتونوکارکوونکي، دغه ډول له عادي سرتېري څخه نيولي بیا د ملي امنیت کار کوونکو، پولیسو او ملي ځواکونو تر جګړن پورې نظاميانو هم لاس درلود چې قاچاق کوونکو ته یې اسانتیاوې برابرولې او یا هم په قاچاقو کې ورسره شریک وو."

د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۷۹ کسان د عدلي او قضايي مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له‎خوا له یوه څخه تر ۲۰ کالو پورې په بند محکوم شوي دي.