له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۳۸ تنه د قاچاق په تور نیولي

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۳۲ بېلابېلو عملیاتو کې د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور ۳۸ کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په ننګرهار، نیمروز، بغلان، سرپل، بدخشان، کابل، بادغیس، خوست او هرات ولایتونو کې شوي چې په نتیجه کې يې ۳۸ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

له دې کسانوسره ۳۹کیلو ګرامه بېلابېل نشه‎يي مواد لکه هیروئین، تریاک، چرس، ټابلېټ «K» ګولۍ او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.