اوکرایني چارواکي وايي، د دې هېواد په پلازمېنه کیف کې دوه وګړي د لیبیا د یوه ډیپلوماټ د زوی د برمته کولو په تور نیول شوي دي.
د اوکراین پولیسو پرون پنجشنبه وویل چې دواړه مشکوک وګړي د مصر اتباع دي او د لیبیايي ډیپلوماټ زوی یې د پېسو ترلاسه کولو لپاره برمته کړی و.
د کیف د پولیسو مشر ویلي چې که دواړه مشکوک وګړي په اختطاف مجرم وپېژندل شي، محکمه د اووه کاله زندان حکم ورباندې کولای شي.
پولیسو ویلي چې برمته شوی هلک په روغتون کې بستر دی.