بهبود: له اوربنده وروسته کندهار کې د جګړې ډګر تر پخوا سوړ شوی

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود وايي، یو شمېر وسله‎وال طالبان چې د کوچني اختر په ورځو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي، بېرته د جګړې ډګر ته نه‎دي تللي.

جنرال امام نظر بهبود پرون پنجشنبه په کندهار کې له یو شمېر دیني عالمانو سره چې له کابله ورغلي وو، وکتل او دا خبره یې ورته ورکړه.

د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو له مرکزه په یوه اعلامیه کې د جنرال بهبود په حواله لیکل شوي چې د اوربند تر اعلان وروسته په کندهار کې د جګړې ډګر د پخوا په پرتله سوړ شوی دی.

خو هغه ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه د وسله‎والو طالبانو له لوري د تعرضي حملو ځواب ته تیار دي.