ننګرهار چارواکي: پوځي عملیاتو ۴۵ داعشیان وژلي

په ننګرهار کې چارواکي په پوځي عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ۴۵ وسله‎والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاني پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، په یوه اوونۍ کې د داعش ۴۵ وسله‎وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

ښاغلي خوګیاڼی وویل چې د داعش د وسله‎والو پرضد عملیات په هسکه مېنه، نازیانو، چپرهار او نورو ولسوالیو کې شوي دي.