د بې سرحده خبریالانو اداره: ۶میاشتو کې د نړۍ ۴۷ خبریالان وژل شوي

د بې سرحده خبریالانو اداره وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړيو شپږ میاشتو کې په نړۍ کې ۴۷ خبریالان وژل شوي دي.

دې ادارې په نړۍ کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی رپوټ پرون پنجشنبه خپور کړ.

په رپوټ کې ویل شوي چې د روان میلادي کال د پېل په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان ووژل شول، خو په عمومي ډول وروستی یوکال په افغانستان کې د ژورنالېستانو لپاره په ځانګړي ډول خونړی بلل شوی دی.

د بې سرحده خبریالانو شپږ میاشتنی رپوټ وايي چې په افغانستان کې په وروستي یوه کال کې ۱۵ خبریالان وژل شوي او د رسنيو پر کار کوونکو زیاتې حملې شوي دي.

د رپوټ په حواله، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو په مستقیم ډول د ښځو خبریالانو پر فعالیت اغېز کړی او زیات شمېر یې په کورونو کښېنولې دي.