د لوګر چارواکو دغلته د سولې پر کاروان د چاودنې په اړه اوازې رد کړې

د لوګر امنتیي چاوراکو په دغه ولایت د سولې پر ولسي کاروان د چاودنې په اړه خپاره شوي راپوورنه ردکړل.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې په یاد ولایت کې د سولې ولسي کاروان غړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړه چې یوازې په څرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پرمهال ددغه ډلې ۱۱غړي وژل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولنیزو رسنیو کې په لوګر ولایت کې د سولې د کاروان پر غړو د چاودنې په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطن دوست وویل چې په دغه چاودنه کې د یاد حرکت یو شمېر غړي وژل شوي:

Your browser doesn’t support HTML5

له شاه پور احمدزي سره مرکه