د تخار په چاه آب کې د طالبانو برید کې ۱۴سرحدي پولیس وژل شوي

د تخار ولایت په چاه آب ولسوالي کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور نن ازادي راډیو ته وویل:

"تېره شپه شاآوخوا دوولس نیمې بجې طالبانو د تاجکستان په پوله کې د چاه اب ولسوالي د نواباد او فیض اباد د سیمې د پولیسو پر پوستو حملې وکړې، له یو ساعت جګړې وروسته له بده مرغه ۱۴ سرحدي پولیس ووژل شول."

تیمور همداراز وايي چې په دې نښته کې ۶ نور پولیس بې درکه شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.