له کابل نه تر کاپیسا پورې د بایسکل ځغلونې سیالي تر سره شوه

د افغانستان د بایسکل زغلونې فدراسیون د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې به برخه کې د یو ځای کېدو پخاطر د کاپیسا ولایت تر مرکز پورې د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره کړه.

د دغه فدراسیون مشر حسین حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل په دغو سیالیو کې شل نجونو او پنځوس هلکانو برخه اخیستي وه.

دی وايي نجونو تر لس کېلومتره پورې د مخدره موادو پر ضد شعارونه ولېږدول خو هلکان تر ټاکلي هدف پورې ورسېدل.

د مخدره موادو پر وړاندې د ملي راټولیدنې پخاطر د باسایکل ځغلونې سیالیو په پای لوبه کې ښه ځلېدونکو لوبغاړو ته د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت او د بایسکل ځغلونې فدراسیون لخوا جایزې هم ورکړل شوې.