زیرک فهیم: له پښتو ادب او پښتني هنر سره مسوولانه چلند ته اړتیا ده

د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې.

مریم توخي فرهنګي خبرونه چمتو کړي.

صادق رښتیني د کندهار د ولسي موسیقۍ په اړه هنري راپور برابر کړی.

په هنر جاج کې مو له لیکوال او ژورنالېست زیرک فهیم سره د هندي ټولنې د ادب او هنر جاج اخېستی.

په فنکار برخه کې شوقي سندرغاړی بانډوال د خپل فن بیان کوي.

په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (بې پینې بوټونه) واورئ.

په ادب جام کې به د پښتو لرغونې ادبي دورې شاعر زرغون خان نورزي احوال واورئ.

او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې پنځم سرود واورئ.

دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

راډیويي مجله