سوداګرۍ خونه: حکومت باید مالیې وزارت ته وړکس وټاکي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ماليې وزیر له استعفا او په دغه وزارت کې د سرپرست له راتګ سره په ګمرکاتو کې د فساد له ډېرېدو اندېښمنه ده.

د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ماليې پخواني وزیر په ګمرکاتو کې د فساد کمېدو ته څه کار وکړ، خو دوی اندېښمن دي چې د ده له تګ سره به کارونه بیا له سره پیل او د خصوصي سکټور پر وړاندې ستونزې به ډېرې شي.

دا خونه له حکومت نه غواړي چې د ماليې وزیر په حیث له فساد څخه پاک یو کس د وزیر په توګه وټاکي چې له خصوصي سکټور سره همکار او د هېواد اقتصادي ودې ته ژمن وي.

د افغانستان د ماليي وزیر اکلیل حکیمي د سې شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه چې ولسمشر هم تائید کړې ده.