امریکا د اوربند د غځولو لپاره د سعودي د غوښتنې ملاتړ کړی

د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو لپاره د سعودي عربستان د وروستۍ غوښتنې ملاتړ وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدرناورت پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې متحده ایالات د زغم، پخلاینې، د شخړو د پای ته رسېدو او د بې ګناه کسانو د وینې د توئیدو د مخنیوي لپاره د نوي باب د پیلیدو لپاره د سعودي عربستان د دغې غوښتنې ملاتړ کوي او هغه د دې څرګندونه کوي چې دا هېواد د ترهګرۍ په وړاندې جګړه او هم د سیمه‎ییز امنیت او ثبات لپاره زموږ د ګډ هدف د ترلاسه کولو په هڅو کې مخکښ رول لوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د اوربند د غځولو او د سولې د رسمي خبرو د پیلیدو لپاره رغنده همکاري وکړي.

په هغه بیان کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان حکومت خپور کړی و، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز له طالبانو سره د افغان ولسمشر اشرف غني د اعلان شوي اوربند د ملاتړ ترڅنګ د هغه د دوام هیله ښودلې وه.

د سعودي عربستان پاچا ویلي چې افغان وروڼه چې له جګړو یې سختې ستونزې ګاللي، د نړۍ د نور اسلامي امت ترڅنګ د دې مستحق دي چې دغه لړۍ پای ته ورسوي او د زغم، پخلاینې، د شخړو د بندېدو او د وروڼو ترمنځ د خنډونو د لېرې کېدو پر اساس یو نوی باب پرانېزي.

د سعودي عربستان پاچا په افغانستان کې د جګړو د پایته رسېدو او د سولې د ټینګېدو لپاره دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د را روانې میلادې میاشتې په وروستیو کې جده د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د غونډې کوربه وي.