د هلمند د سولې کاروان غړي د امریکا ولس ته سرخلاصی لیک استوي

د هلمند د سولې کاروان غړي د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره د امریکا ولس ته سرخلاصی لیک استوي.

د دې ولسي حرکت ویاند، بسم الله وطندوست پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په کابل کې د امریکا سفارت مکرراً د خبرو او کتنې غوښتنه کړې خو دوی لا مثبت ځواب نه دی ورکړی.

بسم الله وطندوست په دې اړه چې د امریکا له ولسه څه غواړي، ازادي راډیو ته وویل:

"د امریکا ولس دې له خپل حکومته وپوښتي چې ولې یې په ۱۷ کلونو کې جګړه مهار نه کړه، لامل یې څه دی؟ دا هم ورڅخه وپوښتي چې ولې ستاسو د غلطو پالیسیو له امله جګړه په افغانستان کې ورځ تر بلې خرابېږي."

ښاغلي وطندوست وویل چې د امریکا ولس ته د لیک پر جزئیاتو کار کوي او وروسته به یې له رسنیو سره شریک کړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت مخې ته د هلمند د سولې د کاروان د غړو د پرلت نن دوهمه ورځ ده.

بسم الله وطندوست وویل چې د لوګر د خلکو د سولې ولسي حرکت هم له دوی سره په کابل کې یوځای شو.