هیلي: دا مهمه ده چې هند د ایران پر تېلو اتکا پای ته ورسوي

نیکي هیلي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیرې نېکي هیلي ویلي، دا مهمه ده چې هند د ایران پر تېلو اتکا پای ته ورسوي.

نېکي هیلي چې په دوه ورځني رسمي سفر هند ته تللې پرون چهارشنبه د هند له صدراعظم، نرېندرا مودي سره وکتل.

هغې صدراعظم مودي ته وویل چې متحد ایالات پر دې کار کوي چې هند اجازه ولري چې د ایران له چابهاربندره افغانستان ته د تجارتي موادو د انتقال لپاره استفاده وکړي.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، د امریکا متحدو ایالاتو له خپلو متحدانو غوښتنه کړې چې د ایران د تېلو واردات بند کړي.

د امریکا د خارجه وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي چې هویت یې نه دی څرګند شوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکا ښايي د روان کال د نوومبر له میاشتې وروسته په دې برخه کې هېڅ استثنا ونه مني.