د ننګرهار په نازیانو کې د داعش درې مرکزونه له منځه وړل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي، په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د تروريستي حملو درې مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

د والي وياند عطاءالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل چې دغه عمليات د ملي امنيت ځانګړې قطعې تېره شپه کړي دي:

"د نازيانو ولسوالۍ په بارخېلو سيمه کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د داعش ډلې د تروريستي بريدونو د تنظيم ٣ مرکزونه له منځه وړل شوي دي، د ٣ بهرنيانو په ګډون د داعش ډلې ۴ وسله وال په کې وژل شوي هم دي."

په وروستيو کې د ننګرهار چارواکو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تقريباً ٥٠ ورځنيو پوځي عملياتو په نتيجه کې د داعش ډلې د ٢٠٠ غړيو د وژل کېدو خبر ورکړى و.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وروستيو کې د کابل په ګډون په څو ولايتونو کې د ځينو خونړيو حملو مسؤليت منلى دى.