د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د چاڼيزو او ځانګړو عملياتو کې شا و خوا ۵٠ وسله وال وژل شوي دي.
دغه وزارت وايي، افغان امنيتي ځواکونو د اوربند اعلان ته له درناوي سره- سره ١٢ تصفيوي، ٩٠ کومانډويي، ٢ ځانګړي او ٣ هوايي عمليات کړي دي.
دغه وزارت په يوه اعلاميه کې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د دغو پوځي عملياتو پر مهال د ۵٠ وسله والو د وژل کېدو او ٣٠ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.
دفاع وزارت وايي دغه پوځي عمليات په ننګرهار، نورستان، غزني، پکتيکا، ميدان وردګ، فراه، بادغيس، فارياب، کندز او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
دفاع وزارت وايي، په وژل شويو کې د داعش ډلې غړي هم شامل دي.
په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د وژل کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.