ارمان ملي: ولې په‎دې وروستیو کې د وزیرانو د استعفاوو بازار ګرم دی؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د وزیرانو د وروستیو استعفاوو او یا لېرې کېدو او همدا راز د افغان سولې په وروستیو هڅو مطالب خپاره کړي دي.

  • وېسا

وېسا خپلواکې ورځپاڼې په ارګ کې د استعفاوو او برطرفیو د رالوتې طوفان په نامه سرمقاله کې ویلي چې ښايي دغه لړۍ لا پسې اوږده شي.

سرمقاله لیکونکی د جمهوري ریاست د ځینو سرچینو په حواله ویلي چې د امنیت شورا غونډې ځنډول شوې او په‎دې وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې نېږدې کړۍ اوونېزې غونډې هم پریښي دي.

د سرمقاله لیکونکې په خبره د حکومتي چارواکو استعفا لامل دا دی چې ولسمشر غني له خپلو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو سره ډېر تُند چلند کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې ښايي د لوړ پوړو چارواکو د استعفاوو او لېرې کېدو تر شاه نور لاملونه هم وي، خو د دغه لړۍ دوام د ولس او په حکومت په ګټه نه‎دی.

  • ارمان ملي

د ارمان ملي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې دغه پوښتنه مطرح کړې چې ولې په‎دې وروستیو کې د وزیرانو د استعفاوو بازار ګرم دی؟

سرمقاله لیکونکي د دغه پوښتنې په ځواب کې ویلي دا چې په افغانستان کې ډېری کسان د تخصص، وړتیا او مسلکیتوب په پام کې نیولو سره نه بلکې د سیاسي جریانونو د خوښۍ لپاره ګومارل کېږي، نو پایله به یې همداسې وي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره د ملي یووالي حکومت د خپلو ورکړل شوېو ژمنو خلاف لا تر اوسه مسلکي کابینه نه‎ده جوړه کړې او هغه یو نیم چې په‎کې مسلکي هم وي په قدرت کې د واکمنو کړیو ترمنځ د سیاسي لوبو ښکار کېږي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د مالیې وزیر او همدا راز د اوبو او برښنا لېرې شوی وزیر د ملي یووالي حکومت په کابینه مسؤلیت منونکي وو او تر یو بریده په خپلو چارو کې بریالي هم وو، خو لیدل کېږي چې دوی په خپله خوښه نه، بلکې د فشار په وجه خپلې دندې پریږدي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره چې کاشکې د دغه لړۍ په دوام کې هغه وزیران استعفا ورکړي او یا هم له دندو لېرې شي چې بې کفایته دي، خو دا معلومه خبره ده چې داسې به نه کېږي او هغوی چې د زعامت په خوښه ګام نه پورته کوي یا به له دندې لېرې کېږي او یا به هم استعفاوو ته مجبوره کېږي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې طالبان د چا لپاره جګړه غوره بولي؟ تر عنوان لاندې په سرمقاله کې ویلي چې د طالبانو له لوري د افغان ولس د پرله‎پسې غوښتونو سره ـ سره د اوربند نه منل دا په ډاګه کوي چې دوی د ولس غوښتنو ته دراناوی نه‎لري.

د سرمقاله لیکونکي په خبره طالبان غواړي چې د نورو په ګټه په افغانستان کې جګړه توده وساتي، خو ورځ تر بلې یې پر وړاندې د ولس له لوري د مخالفت کچه ډېریږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې افغانان نور له جګړې ستړي دي او په ورته وخت په‎دې هم پوه شوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د زور نه بلکې د خبرو اترو له لارې یوې مطلوبې نتیجې ته رسیدلای شي، نو ځکه ولسي فشارونه هم زیات شوي دي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې هم د سولې وروستیو هڅو ته په اشارې سره ویلي چې اوس په افغانستان کې اوربند د یوه ډلې نه بلکې د ټول ولس غوښتنه ده او هېڅوک نه‎شي کولای چې د ولس دغه غوښتنه بابېزه وګڼي.