اعتراض کوونکو د زابل د ولایتي شورا دروازه وتړل

د زابل اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو د ولایتي شورا دروازه وتړل.

د زابل د ولایتي شورا غړو او ددغه ولایت سلګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ په یوې اعتراضیه غونډه کې د زابل د ولايتي شورا دفتر د ميرويس نيکه په اړه د دغې شورا د رئيس د سپکو څرګندونو په عکس العمل کي وتړی.

په دې وروستيو کي په ټولنيزو رسنیو کې داسې غږونه خپاره شوي چې ګواکي د زابل د ولايتي شورا رئيس عطا جان حقبيان ملي مشر ميرويس نيکه او د هوتکو قوم ته له سپکاوي ډک الفاظ کارولي دي.

د زابل د ولايتي شورا وکيلانو او عامو خلکو د سې شنبې په ورځ تر يوې اعتراضيه غونډې وروسته د ولايتي شورا دروازې وتړلې او پرحکومت يې غږ وکړ چې دا موضوع جدي وڅېړي.

د ولايتي شورا مرستيال اسدالله کاکړ خبريالانو ته وويل وروسته تر هغه چې عطاجان قوم او ملي مشر ته سپکاوی وکړ نور دوی نه غواړي چې د ولايتي شورا دفتر پرانيستى وي.

د کاکړ په وینا دروازه به تر هغه تړلې وي تر څو پوري چي دغه موضوع نه وي څېړل شوې:

"د شورا او د هوتکو د قوم ترمنځ راغلي مشکل موږ حل کو زموږ وکیلانو تصمیم دادي چي تر څو پوري چي مو مشکل نه وی حل کړي موږ ولایتي شورا ته نه راځو."

په عین وخت کې د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي چي په مرکز کلات کې راټول شوي وه وویل چې د ملي مشر او د افغانستان د يوه وياړلي قوم سپکاوی هېڅکله ورته د منلو وړ نه دی او په دې برخه کې به خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکړي.

خلک له حکومت څخه غواړي چي د شورا رئيس له دندې لېرې او له قانون سره سمه سزا ورکړي.

په عین وخت کي د زابل د ولايتي شورا رئيس عطا جان حق بيان پر خپل فېسبوک پاڼه ويلي چې خپاره شوي غږونه جعلي دي او دا د نوموړي لپاره یوه سياسي دسيسه ده.

راپور: صادق رښتینی