په ملدووا کې نن هم لسګونه کسانو مظاهره وکړه

په ملدووا کې نن هم لسګونه کسانو مظاهره وکړه.

مظاهرې تر هغه وروسته پېل شوې چې د ملدووا سترې محکمې، د چېشناو د ښاروالۍ د انتخاباتو پایلې چې د غرب پلوي او د اداري فساد مخالف سیاسي فعال، اندرې نستاسي وګټلې، معطله کړې.

لس هاو مظاهره چیان نن د ملدووا په پلازمېنه چېشناو کې د سترې محکمې د ودانۍ مخې ته را غونډ شوي وو او د "دیکتایتوري بنده کړئ " او "مرګ پر مافیا " نارې یې وهلې.

ربوټونه وايي چې پولیسو نن د ښار یو مرکزي چوک بند کړی و او حتی د مظاهرې تر پاي رسېدلو وروسته یې هم بند ساتلی دی.

په چېشناوکې د جون په دریمه نېټه د ښاروالۍ انتخابات وشول.

خو له هغه راهیسې چې ابتدائيه محکمې د انتخاباتو پایلي لغو اعلان کړې، د ملدووا خلک هره ورځ مظاهرې کوي.

د ملدووا ابتدائیه محکمې وویل چې دواړو کاندیدانو، اندرې ناستاسې او د هغه رقیب ایون سیبان د انتخاباتی کمپاین له قوانینو سرغړونه کړې ده.