بریتانیا له افغانستان سره په ملکي او پوځي برخو کې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدو پرمهال دغه راز د افغانستان د سولې بهیر او د اوربند ملاتړ هم وښود.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېرماښام ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي جانسون له افغان ولسمشر سره د سولې بهیر په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.
ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:
"پهدې سفر کې د اوربند، سولې د ترورېزم پر وړاندې مبارزې او د همکاریو د دوام او دغه راز د افغان حکومت څخه د بریتانیا د ملاتړ په اړه بحث وشو."
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پهدې سفر کې د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له قوماندان جنرال جان نیکلسن سره هم پر بېلابېلو امنیتي مسایلو خبرې کړي دي.
د بریتانیا د حکومت له لوري په یوې اعلامیې کې د ښاغلي جانسون له قوله ویل شوي چې وایي، افغانستان ته یې دا سفر داسې مهال کېږي چې بریتانیا د ناټو او امریکا لهخوا پر هغه وړاندیز غور کوي چې په افغانستان کې یې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت سره د بریتانیا د مرستې د ډېرېدو لپاره کړی دی.
اعلامیې د بوریس جانسون له قوله ویلي چې وایي، هېواد به یې ډېر ژر پهدې اړه پریکړه وکړي.