د ترکیې د انتخاباتو کمېټې نن دوشنبه اعلان وکړ چې رجب طیب اردوغان او د هغه متحدان د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو ګټونکي دي.
د ترکیې د انتخاباتو د ملي کمېټې مشر په انقره کې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو کې د رجب طیب اردوغان بریا اعلان کړه.
سعدي ګووین پرته له دې چې دقیق ارقام ورکړي، وویل چې اردوغان په سلو کې له پنځوسو د زیاتو رأیو په ګټلو سره خپل مهم سیال په لومړي پړاو کې مات کړ او له دې سره د دوهم پړاو احتمال له منځه ولاړ.
ښاغلي ګووین وویل چې په سلو کې ۹۹ رأیې شمېرل شوي او پاتې رأیې اوس د انتخاباتو پر نتایجو اغېز نه کوي.
هغه زیاته کړه چې وروستي نتایج به په ۱۰ یا ۱۱ ورځو کې اعلان شي.
د ترکیې دولتي رسنیو ویلي دي چې اردوغان د ټولو رأیو په سلو کې ۵۲،۵ ګټلې دي خو د ده د عدالت او پرمختګ ګوند د پارلماني انتخاباتو په سلو کې د ۴۲،۵ رأیو په ګټلو بریالی شوی دی.
په داسې حال کې چې د ده اصلي سیال محرم اینجه د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، په سلو کې ۳۰،۷ رأیې ګټلې دی.
د راپورونو له مخې، د اردوغان ګوند په پارلمان کې د غوڅ اکثریت په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی، خو د ده متحد ملتپال ګوند MHP تر پخوا زیاتې رأیې ګټلي او ښايي دوی په ګډه د پارلمان له ۶۰۰ سیټونو څخه ډېری ترلاسه کړي، خو د کردانو پلوي د خلکو ډموکراتیک ګوند چې په پارلمان کې د څوکۍ د ګټلو لپاره په سلو کې لس رأیو ته اړتیا درلوده، په سلو کې ۱۱ رأیې ګټلې دي.
د انتخاباتو د کمېټې د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ او پارلمان په دواړو انتخاباتو کې د خلکو ګډون کچه په سلو کې ۸۷ وه.
ښاغلي اردوغان نن سهار وختي له استانبول څخه په ټلویزیوني وینا کې وویل، د ترکیې خلکو د جمهوري ریاست او اجراییه چارو مسؤلیت ده ته وسپاره.
رجب طیب اردوغان
هغه وویل چې په نوي نظام کې به خپلې کړې ژمنې عملي کړي او زیاته یې کړه:
"سر له سبا به موږ د خپلو هغو ژمنو عملي کول پیل کړو چې له خلکو سره مو کړي دي، موږ د نوي ریاستي نظام لپاره ټولې تیارۍ تر ډېره بشپړې کړې دي."
اردوغان وویل چې د ده پیغام روښانه دی او هغه دا چې د ترکیې خلکو په انتخاباتو کې د نېږدې سل فیصده ګډون له لارې نړیوالو ته د ډموکراسۍ درس ورکړ.
خو د ترکیې په انتخاباتو کې د ولسمشر اردوغان او د ده د ګوند د بریا له اعلانېدو وروسته د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان OSCE وویل چې په انتخاباتو کې د ټولو کاندیدانو لپاره د کمپاین انډول شرایط نه وو برابر شوي.
OSCE چې په بېلابېلو هېوادونو کې پر انتخاباتو څار کوي، وویل چې د اردوغان په مشرۍ واکمن ګوند د رسنیو په ګډون له ټولو امکاناتو څخه ګټه اخیستې ده.
په ترکیه کې د OSCE د څار د لنډ مهالي ماموریت مشر ایګناسیو سانچیز امور وویل، د خلکو پر بنیادي ازادیو محدودیتونو چې دوی هلته ولیدل، د انتخاباتو پر نتایجو اغېز کړی. ښاغلي امور هیله څرګنده کړه چې ترکیه به دا محدودیتونه ډېر ژر لېرې کړي.