جیمز مټېس: د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د رښتینو خبرو هڅوونکې نښې ویني

د امریکا دفاع وزیر وايي، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د رښتینو خبرو هڅوونکې نښې نښانې ویني.

جیمز مټېس وايي، په افغانستان کې له اولسو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د رښتینو خبرو هڅوونکې نښې نښانې لیدل کېږي.

ښاغلي مټېس چې چین، جنوبي کوریا او جاپان ته له روانېدو مخکې د الاسکا ایالت په ایلسن هوايي اډه کې خبریالانو ته څرګندونې کولې، وویل چې ولسمشر اشرف غني بالاخره وتوانېده چې طالبان د یوه ځواب ویلو ته وهڅوي.

جیمز متېس

نوموړي وویل:​

"ډېره په زړه پورې وه چې افغانانو او طالبانو په ګډه اختر ولمانځه، په یقین سره ښاغلي غني نه یوازې د افغان حکومت له لوري په مسؤلیت سره اقدام وکړ، بلکې پر طالبانو یې هم ژور اغېز وکړ."

ښاغلي مټېس وویل، سره له دې چې طالبانو د اوربند فرصت ته د رد ځواب ورکړ، خو د اوربند په ورځو کې له افغان پوځیانو او عامو خلکو سره د طالب وسله والو لیده کاته ډېر په زړه پورې او امیدواروونکي وو.

د امریکا دفاع وزیر همداراز یادونه وکړه چې د افغان حکومت له خوا د اوربند اعلان پر وسله والو طالبانو ژور اغېز وکړ او زیاته یې کړه، په راتلونکو ورځو کې به معلومه شي چې څه کېږي.

د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند په ملي او نړیواله کچه وستایل شو.

که څه هم طالبانو د دې اوربند د تمدید غوښتنه رد کړه، خو افغان حکومت یې موده غځولې ده او حتی ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د سولې د ولسي حرکت له غړو سره چې له هلمنده کابل ته تللي دي، له خپلې خوا د اوربند د دوام ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو د اختر په درېیمه ورځ د اوربند د ټاکلي وخت له پای ته رسېدو سره سم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپلې حملې بیا پیل کړې.