د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن مسکو ته ځي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن به اروپا ته په سفر کې چې نن دوشنبه یې پیلوي، مسکو ته هم لاړ شي او تمه ده چې نوموړی به د روسیې او امریکا د ولسمشرانو راتلونکې غونډې ته لاره هواره کړي.

بولټن به نن او سبا په لندن او روم کې د امریکا له متحدینو سره خبرې وکړي او بل سبا به مسکو ته لاړ شي.

نوموړی به په مسکو کې د ویلادمیر پوتین او ډونالد ټرمپ ترمنځ د را روانې کتنې په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې احتمال لري چې ډونالد ټرمپ او ویلادمیر پوتین په نېږدې راتلونکې کې سره وګوري.

هغه ویلي چې د دې کتنې وخت تراوسه نه دی مشخص شوی، خو ښایي هغه په ویانا کې ترسره شي.

د اتریش یوې ورځپاڼې ویلي چې د دواړو هېوادونو پلاوي په ویانا کې دي او د ټرمپ او پوتین ترمنځ د جولای په پنځلسمه کتنې ته تیاری نیسي.

ټاکل شوې چې ټرمپ د جولای په یولسمه او دولسمه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي او په دیارلسمه هم انګلستان ته لاړ شي.

که پوتین د جولای په پنځلسمه له ټرمپ سره وګوري، نوموړی به سمدستي بېرته مسکو ته لاړ شي چې د فوتبال د نړیوال جام د اتلولۍ لوبه وګوري.

کرملین د روسیې او د امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د احتمالي کتنې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.