د کندز چارواکي وایي، د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتې پوستو بریدونه وکړل چې امنیتي ځواکونو په شا وتمبول.
د کندز د امنیې قوماندان عبدالباقي نورستاني رسنیو ته ویلي چې په نښتو کې ۲۱ وسله وال وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.
هغه خپل لوري ته د اوښتو احتمالي تلفاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.