د ترکیې د انتخاباتو ملي کمېټې نن دوشنبه ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ.
د ترکیې د انتخاباتو د عالي کمېټې مشر سعدي ګووین نن دوشنبه وویل چې په سلو کې د نېږدې ۹۸ رأیو له شمېرنې وروسته رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ د انتخاباتو قاطع ګټونکی دی او زیاته یې کړه چې انتخابات دوهم پړاو ته نه ځي.
د ترکیې رسنیو نن سهار راپور ورکړ چې په سلو کې ۹۹ رأیې شمېرل شوي او اردوغان په سلو کې ۵۳ رأیې ګټلي، په داسې حال کې چې د هغه سیال محرم اینجې په سلو کې ۳۱ رأیې ګټلې دي.
په ترکیه کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یو وخت کې پارلماني انتخابات هم ترسره شول.
د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند یا اک پارټي په دې انتخاباتو کې په سلو کې ۴۲، متحد یې MHP ګوند په سلو کې ۱۱ او د اینجې په مشرۍ د اپوزسیون اصلي ګوند په سلو کې ۲۳ رأیې ګټلې دي، خو په داسې حال کې چې د قانون له مخې په پارلمان کې د څوکۍ د ګټلو لپاره په سلو کې لس رأیو ته اړتیا ده او د کردانو پلوي د خلکو ډموکراتیک ګوند په سلو کې ۱۱ رأیې ګټلي.
د انتخاباتو د کمېټې د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ او پارلمان په دواړو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه په سلو کې ۸۷ وه.
ټاکل شوې چې د انتخاباتو بشپړ نتایج نن وروسته اعلان شي.
په ترکیه کې تېرکال له یوې ټولپوښتنې وروسته په اساسي قانون کې یو لړ بدلونونه راغلل چې له مخې یې ترکیه له پارلماني سیستم څخه په داسې یوه ریاستي نظام بدلېږي چې ولسمشر ته خورا زیات صلاحیتونه ورکوي او دا بدلون به نن له همدې انتخاباتو وروسته پیل شي.
اردوغان په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د پارلمان او جمهوري ریاست انتخابات به له ټاکلې نېټې دوه کاله مخکې یعنې د جون په ۲۴مه ترسره شي.
څارونکي وايي، اردوغان غواړي چې په دې توګه د خپلې واکمنۍ ستنې پخې کړي.
ښاغلي اردوغان نن سهار وختي له استانبول څخه په ټلویزیوني وینا کې وویل چې د ترکیې خلکو نن د ولسمشرۍ او اجرائیه چارو مسؤلیت ده ته وسپاره او زیاته یې کړه، د ده پیغام واضح دی او هغه دا چې د ترکیې خلکو په انتخاباتو کې د نېږدې نوي په سلو کې ګډون له لارې، نړۍ ته د ډموکراسۍ درس ورکړ.
اردوغان وویل چې د نوي ریاستي نظام لپاره ټولې تیارۍ بشپړې شوي او له نن وروسته به د هغو ژمنو عملي کول پیل کړي چې ده له خلکو سره کړې دي.