د ازبکستان چارواکو هغه امریکایي تبعه چې له یوې تروریستي ډلې سره د یو ځای کېدو او په افغانستان کې د سخت دریځو وسله والو په خواو کې د جنګېدو په شک بندي شوی و خوشې کړی دی.
ذاکر علییف ازادي راډیو ته وویل چې هغه د جمعې په ورځ له توقیفه خوشې شوی، خو تر هغو چې تحقیقات یې دوام لري اجازه نه لري چې له ازبکستانه ووځي.
علییف د جون په ۱۶ یوساعت وروسته له هغې چې خپل اصلي ښار قرشي ته ورسېږي، نیول شوی و.
د جون په ۱۸مه د ازبکستان امنیتي ادارې وویل چې علییف د ترورېزم په تړاو توقیف شوی هغه یې تورن کړ په ۲۰۰۰ کال د ازبکستان د اسلامي غورځنګ له ډلې سره یوځای شوی او په افغانستان کې یې د افغان او ناټو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په حملو کې برخه اخېستې ده.
علییف ازادي راډیو ته وویل چې دی هېڅکله هم په افغانستان کې نه و او نه یې د اسلامي سخت دریځو ملاتړ کړی دی.
علییف زیاته کړه چې څو کلونه یې خپل خپلوان نه وو لیدلي او وروسته له هغې چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف اعلان وکړ چې هغه ازبکان چې په ۱۹۹۱ میلادي کال د پخواني شوروي تر ړنګېدو وروسته له هېواده وتلي کولای شي بېرته هېواد ته راشي، ده هم پریکړه وکړه چې بېرته وطن ته ستون شي.