په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن پرون یکشنبه ننګرهار ته تللی و.
هغه د داعش یا اسلامي دولت ډلې او نورو تروریستي ګروپونو په وړاندې له مبارزې ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل:
"کله چې د نړیوالو لوبغاړو او ځواکونو رول وایو، دا هغه رول ته اشاره کوم چې نړیواله ټولنه يې د افغانانو د پرمختګ او د داعش ډلې په څېر د تروریستي ګروپونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې ترسره کوي."
ښاغلي نیکلسن د افغانستان د جګړې د پایته رسېدو لپاره د نړیوالو هڅې یادې کړې او هیله یې وښوده چې پاکستان، طالبان وهڅوي څو سولې ته غاړه کېږدي.