دارزګان والي: زیات شمېر طالبان سولې ته لېواله شوي

د ارزګان والي وايي، زیات شمېر وسله والو طالبانو ورسره اړیکې نیولي چې د سولې له پروسې سره یوځای کېږي او وسله پر ځمکه ږدي.

محمد شفیق اسدالله سعید دغه خبرې د یکشنبې په ورځ په ارزګان ولایت کې د جنوب غرب حوزې لپاره د بهرنیو ځواکونو د نوي قوماندان په معرفت غونډه کې وکړې او دغه رازيې وویل چې په دغه ولایت کې د پخوا پرتله د جګړې ګراف هم راټيټ شوی دی.

نوموړی وايي، که چېري دغلته وسله طالبانو ته د امن کورونه او د کار زمینه برابره شي نو زیات شمېر طالبان به وسلې پر ځمکه کیږي دي.

ښاغلي سعید وویل:

"له ماسره هره ورځ د طالبانو یو شمېر غړي اړیکې نیسي چې موږ نور له جګړې لاس اخلو خو موږ ته د کار زمینه برابر کړئ او زموږ ژوند، خوندي کړئ، خو ولې موږ هیڅ هم په لاس کې نه لرو."

له ده سره و دغه ولایت ته راغلي بهرني جنرالان د سولې ملاتړ وکړ او له وسله وال
طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې سوله وکړي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.