د پکتیا والي وایي، ولسونو له اختر راهیسې د سولې لپاره هڅې تېزې کړي او غواړي په سیمه ییزه کچه هغو وسله والو ته چې له جګړو لاس اخلي، یوه امن سیمه رامنځه ته کړي.
شمیم خان کټوازي دغه څرګندونې نن له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړې او ويې ویل چې دغه هڅې د پکتیا قومي مشرانو د ولسوالیو په کچه پیل کړي او حکومت پکې لاس نه لري:
"قومي مشران غواړي چې په پکتیا کې امن سیمه اعلان شي، دلته به وسله وال چاته یا وسله وال طالب ته ځای نه وي ولې هغه طالب ته به چې خبرې کوي، هغه به له خارجه دلته راشي او د نورو نړیوالو استخباراتو یا هېوادونو له فشاره به خلاص شي، دوی به په آزادانه توګه خپلې هغه غوښتنې له ولس یا قومي مشرانو سره شریکې کړې او قومي مشران به هم له حکومت سره خبرې وکړي ترڅو یوه د حل لاره ورته را وباسي."
پر پکتیا سربېره د افغانستان په یوشمېر نورو سیمو کې هم د سولې د ورته هڅو راپورونه ورکړل شوي چې هغه تر ډېره پردې څرخي چې وسله وال طالبان چې یوازې د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړی و، په ټول افغانستان یا لږترلږه په یو شمېر ناکرارو سیمو کې اوربند اعلان کړي.