په پکتیا کې له طالبانو د سولې په خبرو کې څومره پرمختګ شوی؟

په پکتیا ولایت کې قومي مشرانو د وسله والو مخالفینو لپاره د امن ساحو او د سوله ییز ژوند د برابرولو هڅې پیل کړي دي.

د روژې د پای او د اختر د دریو ورځو اوربند په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې تر بل هروخت زیاتې کړې دي او همداراز د سیمې په کچه ډيپلوماتیک تماسونه هم پیل شوې دي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي آزادي راډیو ته وویل چې د پکتیا قومي مشرانو هم له وسله والو مخالفینو سره د خبرو په مقصد په تماسونو کې یوڅه ناڅه پرمختګ کړی دی.

ښاغلي کټوازي له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې د قومي مشرانو د دې پلان پر جزئیاتو رڼا واچوله:

Your browser doesn’t support HTML5

له شمیم خان کټوازي سره مرکه