د سعودي مذهبي شورا پر ښځو د موټر چلولو د بندیز پای ته رسېدل ستایلي

د سعودي عربستان لوړپوړي مذهبي شورا د هغه بندیز د پای ته رسېدو هرکلی وکړ چې په دې هېواد کې له څو لسیزو وروسته پر ښځینه ډریورانو لګېدلی و.

د تېرې شپې له دولسو بجو څخه په سعودي عربستان کې د ښځو پر موټر چلولو بندیز پای ته ورسېد او د لومړي ځل لپاره ښځو اجازه ترلاسه کړه چې په خپله موټر وچلوي.

د حکومت پلوي د سعودي عربستان د مخکښو دیني عالمانو شورا وویل هغه فرمان چې د تېر کال په سپټمبر کې د سعودي پاچا سلمان ورکړی و او پر اساس یې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکوي په هغه کې د ټولنې ګټې نغښتې دي.

په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه د دغه هېواد د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د اصلاحاتو یوه برخه ده.

د بشري حقونو د غړو په وینا سعودي عربستان په نړۍ کې یوازینی هېواد و چې ښځو ته یې اجازه نه ورکوله چې موټر وچلوي.