میا وکیل شاه فقیرخېل: په پښتو ادبیاتو کې د څېړنې بهیر پرمختګ کړی

د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه مو په دې مطالبو راښکلې کړې ده:

مریم توخي فرهنګي خبرونه چمتو کړي.

باز محمد عابد د رنجو پر فلکلوریک ارزښت هنري راپور لري.

په هنر جاج کې د جنوبي پښتونخوا وتلی څېړونکی میاوکیل شاه فقیرخېل په پښتو ادب کې د څېړنې په روان بهیر غږېدلی.

په فنکار برخه کې له داود خټک سره د هغه د نوې ډاکومنټرۍ جاج اخلو.

په زرپاڼه کې به د یوه وژل کېدونکي شاعر وروستی شعر واورئ.

په ادب جام کې به د لرغوني نیازي کهول د شاعر خلیل خان نیازي د ژوند له احواله خبر شئ.

او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د څلورم سرود وروستۍ برخه واورئ.

لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب

Your browser doesn’t support HTML5

ازادي راډيویي مجله