د عراق پوځ په سوریه کې د داعش ډلې ۴۵ وسله وال وژلي

د عراق پوځ وايي چې د سوریې پر ختیځ په یوه هوايي حمله کې یې د اسلامي دولت ډلې ۴۵ وسله وال وژلي دي.

د عراق پوځ پرون شنبه په یوه بیان کې وویل چې اف شپاړس جنګي الوتکو یې د جمعې په ورځ د سوریې په ختیځ ښار دېر الزور کې، د داعش د وسله والو یوه غونډه بمبار کړې ده.

د سوریې دیر الزور ولایت له عراق سره پولې ته نېږدې پروت دی.

د عراق د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دیر الزور کې د دوی په هوايي حمله کې د داعش د ډلې د جنګ وزیر، د رسنیو یو مسؤل، د دې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي شخصي پیغام رسوونکی او د پولیسو مشر وژل شوي دي.

د عراق پوځ د اپرېل له میاشتې راهیسې، د سوریې په خاوره کې د داعش پر وسله والو هوايي حملې کوي.