د هلمند سولې کاروان به نن یکشنبهدجون په ۲۴ مه په کابل کې د ملګروملتونو د سازمان د دفتر مخې ته خپل درې ورځنی پرلت پېل کړي.
د سولې لپاره د دې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست بېګا له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د پرلت پرېکړه یې تر هغه وروسته وکړه چې وسله والو طالبانو د اوربند په اړه د دوی غوښتنه رد کړه.
خو وسله والو طالبانو پر دې مسئله خبرې نه دي کړي.
ښاغلي وطندوست زیاته کړه چې دوی به په کابل کې د ملګروملتونو د سیاسي استازي د دفتر یوناما مخې ته د درې وځني پرلت په ترڅ کې درې اساسي غوښتنې مطرح کړي.
بسم الله وطندوستوویل:
"اول دا ده چې نور د افغانانو په چارو کې مداخله باید بنده شي، دوهم دا چې که دا هېوادونه مداخلې ونه کړي، طالبان او د افغانستان حکومت په خپلو کې ناستې او سولې ته ژمن دي، درېیم دا چې بهرني ځواکونه او طالبان له جګړې داسې لاس واخلي چې هغه د جګړې اصول مراعت شي.
هغه زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو کې به په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو، پاکستان، ایران، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو د سفارتونو مخې ته ورته پرلتونه وکړي.
د هلمند د سولې کاروان ویاند بسم الله وطندوست وویل چې د امنیت په برخه کې یې له هېڅ چا د مرستې غوښتنه نه ده کړې او له چا وېره هم نه لري.
په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې پرلت کوونکو د دوی مرستې ته علاقمندي نه ده څرګنده کړې.
نجیب دانش بېګا ازادي راډیو ته وویل:
"متاسفانه، د هغوی له لوري دا خبره را رسېدلې او موږ اروېدلې چې علاقه نه لري چې موږ یې د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر ونیسو، هغوی وايي چې دا ولسي حرکت دی او د سولې لپاره یې حرکت پېل کړی، نو څوک کار نه ورسره لري، خو که له دې سره هم که چېرې نن يې اړتیا پېدا شوه، موږ به خپل امنیتی تدابیر ولرو."
د هلمند د سولې کاروان تر تقریباً څلوېښت ورځني پلي حرکت وروسته، تېره اوونۍ کابل ته ورسېد.
د سولې لپاره دا ولسي حرکت وايي چې ورځ په ورځ ډېر خلک ورسره یوځای کېږي.
په همدې حال کې په پاکستان کې د یو شمېر مېشتو افغان کډوالو د سولې یو کاروان چې له پېښوره کابل ته را روان شوی، لغمان ته رسېدلی دی.
بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، هر هغه ولسي حرکت چې د سولې لپاره وي، د ځان ملګری ګڼي.
د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ لنډ اوربند ډېر افغانان د دایمی اوربند ټینګېدو ته هیله مند کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ په کابل کې د هلمند د سولې کاروان غړو ته ورغی او له هغوی سره د کتنې پرمهال يې غوښتنه وکړه چې وسله والو طالبانو ته یې د سولې پيغام ورسوي او د اوربند تمدید ته یې وهڅوي.
خو وسله والو طالبانو د اوربند د تمدید غوښتنه رد کړې او حملې ېې جاري ساتلې دي.
د بېلګې په ډول، په بادغیس کې د چهارشنبې په ورځ سیمه يیزو چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې یوازې په یوه حمله کې وسله والو طالبانو ۳۰ عسکر او پولیس ووژل.
وسله وال طالبان له امریکا سره په مخامخ خبرو ټینګار کوي.
د امریکا حکومت وايي چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره د خبرو ملاتړ کوي او په داسې بهیر کې ګډون کولای شي.