امریکا د سوریې په اړه روسیې ته نوی خبرداری ورکړی

د امریکا متحدو ایالتونو روسیې ته خبرداری ورکړی چې خپل متحد سوریايي ځواکونه دې د سوریې په جنوب لوېدیځ کې په هغه سیمه کې له بریدونو راګرځوي چې تېره کال د خوندي سیمې په توګه پېژندل شوې وه.

دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې په دې سیمه کې د یاغیانو خلاف د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو د زیاتېدو راپورونه خپاره شول.

د جګړې څارونکي او د یاغیانو سرچینې وايي، د جون پر ۲۲ مه د سوریې حکومتي ځواکونو په خوندي سیمه کې د مخالفينو پر اهدافو بیرلي بمونه غورځولي دي.

دوی دا بریدونه د امریکا د هغو پرله پسې خبرداریو سربېره کوي چې په سیمه کې دې هغه اوربند عملي شي چې مسکو او واشنګټن پرې توافق کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې ویلي، د سوریې پوځ پرله پسې په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو له توافقه سرغړاوی کوي او د دوی بمبارۍ له دې خوندي سیمې څخه تر یولس زرو زیات ملکیان تېښتې ته اړ کړي دي.

نوموړې ویلي، د سوریې په جنوب لوېدیځ کې له اوربند څخه د سوریې د پوځ سرغړاوی باید پای ته ورسېږي.

نیکي هیلي پر روسیې ټینګار کړی چې د هغه اوربند په عملي کېدو او ورته په درناوي کې دې خپله برخه رول ترسره کړي چې په رامنځته کېدو کې یې مرسته کړې او د سوریې پر رژیم دې له خپله اغېزه کار واخلي، څو د سوریې په جنوب لوېدیځ کې د بې ثباتۍ نور اقدامات او سرغړونې ودروي.