د جوزجان د بدني روزنې امر وايي، د روشن فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبغاړو د غوراوي په هدف سیالۍ روانې دي.
صدیق فایز نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د دولسو ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي.
نوموړي وویل د غوراوي دغه سیالۍ به یوه میاشت وخت ونیسي.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره اووه کاله مخکي وشوې چې تر هغې وروسته اوس هرکال په کابل کې ترسره کېږي.