ایا د سولې خبرو ته شته خوشبیني یوازې د افغان حکومت ده؟

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون ازادي راډیو ته وویل چې تمه ده چې په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان، امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرې پیل شي.

د دې خبرو د پیلېدو لپاره افغان ولسمشر اشرف غني تر اختر وروسته له طالبانو سره شوی اوربند د جون میاشتې تر اخره تمدید کړ، خو طالبانو جګړې ته مخه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد غربي رسنیو ته ویلي دي چې دوی د کابل د حکومت له استازو سره خبرې نه دي کړي او نه یې کوي.

نو د سولې خبرو ته دا خوشبیني یوازې د کابل له لورې ده؟
دا پوښتنه احمد شېبر د ولسمشر له مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق څخه د مرکې په پیل کې کړې ده.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي مصداق سره مرکه