د کندهار په ډنډ او دامان کې د چرګانو دوه لوی فارمونه جوړ شوي

د کندهار د کرنې رئیس وايي، د دغه ولایت په دوو دامان او ډنډ ولسوالیو د چرګانو دوه لوی فارمونه جوړ شوي دي.

سید حفیظ الله سیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه د کرنې وزارت او خصوصي سکټور په مالي ملاتړ جوړ شوي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت تردې وړاندې ویلي چې د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په هدف سږ کال د هېواد په کچه ۱۸۶ د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي.

نوموړي وویل، د چرګانو فارمونه په افغانستان کې ښه نتیجه ورکړې او له دې وروسته دوی غواړي د پاکستان له غوښنو چرګانو او هګیو څخه استفاده ونه‎ کړي.