د کندز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايی چې سږکال په دغه ولایت کې د وچکالۍ او د اورښتونو د نه شتون له کبله، د غنمو په حاصلاتو کې بې ساری کموالی راغلی او دغې مسئلې دوی اندېښمن کړي دي.
د دوی په وینا چې د کندز د خلکو ۸۰ سلنه اړتیا د للمي ځمکو غنمو پوره کوله، خو سږکال د اورښتونو د نه اورېدو له کبله په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ زره هکتاره للمي ځمکو حاصلات له منځه تللي.
له دې سره یوشمېر بزرګران بیا وايي چې د بې وخته اورښتونو له کبله د دوی د ابې ځمکو د غنمو کښتونه یوه اندازه زیانمن شوي دي.
کندز د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د هېواد له کرنېزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې پکې ۲۳۳ زره هکتاره ابي او څه باندې ۱۰۰ زره هکتاره للمي ځمکه موجود ده او د دغه ولایت زیات شمېر خلک پر کروندګرۍ او مالدارۍ بوخت دي.