افغان او ازبکستاني سوداګرو پر تجارتي اړیکو خبرې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، افغان او ازبکستاني سوداګرو د خپلمنځي تجارت د ښه والي او پراختیا په هدف د ازبکستان په مرکز تاشکند کې سره خبرې کړې دي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ناسته کې په ترانیزیتي ستونزو د هواري او داخلي تجارت په مسایلو هم بحث شوی دی.

نوموړي وویل، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دامهال ګمرکي او په سرحد کې د تفتیش او ویزې ستونزې له مهمو هغو شمېرل کېږي.

خو د ښاغلي الکوزي په خبره، ازبکستاني چارواکو ژمنه کړې چې دغه ستونزې به ډېر ژرهوارې کړي.