له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۱۶ کسان نیولي چې تر زرو کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد یې په هېواد کې دننه او دباندې قاچاق کول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان په کابل، فراه او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي او ورسره ۳۱ کیلو ګرامه هیروئین، ۹۴۰ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۷۱ کیلو ګرامه چرس، ۱۵۰ کیلو ګرامه جامد کيمیاوي مواد او ۲۱۹۳ د نېښ وهلو ځانګړي تېغونه هم نیولي دي.
دی وایي:
"ّپه دې ۱۶ کسانو کې ۷ تنو یې غوښتل چې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې ځای پر ځای کړي نشه يي مواد د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه ډهلي ته قاچاق کړي، دا کسان له نشه يي موادو سره د مبارزې مسؤلینو نیولي او د څېړنو لپاره یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي."
د یادونې وړه ده چې په دې وروستيو کې د هغو کسانو نیول ډېر شوي چې د هوايي ډګرونو له لارې نشه يي مواد بهر ته قاچاق کوي او په دې لړ کې تېره اوونۍ هم د حامد کرزي په هوايي ډګر کې په دې تور پنځه کسان نیول شوي وو.