تېره شپه د بادغیس په اب کمري کې ۱۷ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

راپورونه وايي چې تېره شپه د بادغیس په اب کمري ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو اولس سرتېري د طالبانو په یو برید کې وژل شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک ازادي راډیو ته وویل، دا سرتېري په دې ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د ښاغلي بیګ په وینا، پولیسو د ولسي پاڅون له سرتېرو د مرستې غوښتنه وکړه او هغوی چې د موټرسایکلونو په وسیله د پولیسو مرستې ته روان وو، په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول چې اولس تنه یې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې وژنو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي، ادعا کړې چې درې پوستې یې هم نیولې او دوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

پر افغان سرتېرو دا برید په داسې حال کې چې افغان حکومت په اختر کې د اعلان کړی اوربند څو ورځې نور هم غځولی، خو وسله والو طالبانو د اختر له درې ورځنې اوربند وروسته خپل بریدونه له سره پیل کړي دي.