۴ هېوادونه د کډوالو په اړه د اروپایي هېوادونو غونډې ته نه ځي

هنګري، پولنډ، سلواکیا او چک جمهوریت د څلورو هېوادونو هغه ډله ده چې ویلي یې دي، د دې اوونۍ په پای کې به د کډوالو په اړه د اروپايي هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي.

دې څلورو هېوادونو د کډوالو د منلو په برخه کې د لوېدیځې اروپا د هېوادونو په ځانګړې توګه، د جرمني له غوښتنې سره مخالفت کړی دی.

د لوېدیځې اروپا هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني د اروپايي ټولنې له ټولو غړو هېوادونو غوښتي دي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې اروپا ته ورغلي کډوال دې خپلو کې ووېشي او خپله برخه کډوال دې ومني.

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د اروپايي ټولنې د مشرانو له دې غونډې مخکې چې د جون په ۲۸ مه او ۲۹ مه جوړېږي، د جون په ۲۴مه په بروکسل کې د یوې بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې.

ټاکل شوې ده چې جرمني، اتریش، ایټالیا، یونان، فرانسه، هسپانیا، مالټا او هالنډ په بروکسل کې په دې بېړنۍ غونډه کې ګډون وکړي.