ایروزون له اقتصادي بحرانه د یونان د وتلو پر یوه پلان توافق کړی

د ایروزون هېوادونو پر یوه داسې پلان موافقه کړې چې یونان ته اجازه ورکوي، څو د مالي مرستو له اته کلن پروګرامه ووځي.

له دې سره به یونان خپل ستر پورونه په بهتره توګه مدیریت کړای شي.

د ایروزون د ۱۹هېوادونو د مالیې وزیران نن سهار وختي د لوکزامبورګ په ښار کې دې موافقې ته ورسېدل.

د اروپايي ټولنې اقتصادي کمیشنر پیري موسکوویڅي دا غونډه تاریخي وبلله او ویې ویل چې د یونان اقتصادي بحران نن شپه همدلته پای ته رسېږي.

د دې توافق پر بنسټ یونان کولای شي چې خپل میلیاردونو ایرو پورونو پرې کول د لسو نورو کلونو لپاره وځنډوي.

دا هېواد همدارنګه ۱۵میلیارده ایرو نور هم تر لاسه کوي.

په تېرو اتو کلونو کې یونان له اروپايي ټولنې څخه ۲۷۵ میلیارده ایرو مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی.