د افغان کډوالو د سولې کاروان: حکومت او وسله والو مخالفینو ته د سولې لمن غوړوو.
په خیبر پښتونخوا کې مېشت یو شمېر افغان ځوانانو د سولې د غږ د اوچتولو لپاره د پنجشنبې په ورځ له تورخم څخه د کابل پر لور پلی مزل پیل کړی چې په لومړۍ ورځ جلال اباد ته رسېدلي دي.
د سولې دغه کاروان، چې د غړو شمېر یې لس ـ دوولس کسان وو، له تورخم څخه جلال اباد ته پر لار ورسره یو شمېر نور کسان ملګري شوي چې اوس یې شمېر لسګونو ته پورته شوی دی.
د سولې د کاروان غړي وايي، چې غواړي په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د سولې غږ نړۍ ته ورسوي او ټینګار کوي چې حکومت او وسله والو مخالفینو ته به ورشي او په هېواد کې به ترې د همېشنۍ سولې لپاره د سوال لمن وغوړوي.
د ازادي راډيو خبریال ذبیح مومند د دغه کاروان له یوه فعال غړي شاکر سباوون سره مرکه کړې او د دغه کاروان اړوند یې ترې ځینې پوښتنې یې کړي دي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5