د ترکیې د ټاکنو په ورځ به سلګونه زره څارونکي مرکزونو ته واستول شي

د ترکیې اپوزسیون ګوندونه او د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې د جون په ۲۴ مه د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو په ورځ به سلګونه زره رضاکار څارونکي د انتخاباتو مرکزونو ته واستوي.

د اپوزسیون ګوندونو او غیرحکومتي ټولنو پرون وویل چې ۵۱۹ زره رضاکاران او د ګوندونو له خوا موظف شوي څارونکي به د رأیې ورکولو یولک او ۸۰ زره مرکزونو ته واستول شي.

د ترکیې اپوزسیون وايي، د عادلانه انتخاباتو په اړه له اندېښنو سره سره غواړي چې د رجب طیب اردوغان شپاړس کلنه واکمني ختمه کړي.

ولسمشر اردوغان په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې د پارلمان او ولسمشرۍ لپاره انتخابات به له ټاکلې نېټې دوه کاله مخکې د جون په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

څارونکي وايي چې اردوغان غواړي په دې توګه د خپلې واکمنۍ ستنې پخې کړي.

ترکیه له پارلماني سیسټم څخه د داسې یوه ریاستي نظام پرلور د حرکت په حال کې ده چې ولسمشر ته خورا زیات واک ورکوي او دا بدلون به له همدې انتخاباتو وروسته پیل شي.

هغه مهال چې له وخته مخکې انتخابات اعلانېدل، ګومان کېده چې اردوغان به ګټونکی وي، خو نظرپوښتنې ښيي چې د ولسمشرۍ انتخابات ښايي دوهمې دورې ته ولاړ شي او حاکم ګوند به له شپاړس کلنې واکمنۍ وروسته په پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړي.