چارواکي: تېره ورځ د هېواد په ۴ ولایتونو کې ۳۸ افغان سرتېري وژل شوي

افغان چارواکي وايي چې تېره ورځ د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۳۸ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس DPA د راپور له مخې، ۱۵ سرتېري په غزني، ۱۴ په فاریاب، ۷ په نیمروز او ۲ په بغلان کې په وسله والو حملو کې وژل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس د غزني، فاریاب، نیمروز او بغلان د ولایتي شوراګانو د غړو له قوله راپور ورکوي چې دا سرتېري د افغان ځواکونو پر پوستو او مرکزونو په وسله والو حملو او د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

دا حملې په داسې حال کې کېږي چې وسله والو طالبانو په اختر کې له درې ورځني اوربند وروسته، خپلې حملې بیا پیل کړې دي.